سپريم کورټ د نيب تراميم په حواله محفوظ کړې شوې فيصله واورولې او دې حوالې سره ئې د حکومت اپيل هم سماعت لپاره منظور کړيدي ۔ ،سپريم کورټ خپله فيصله کښې د نيب تراميم بحال کړي ۔
چيف جسټس قاضي فائز عيسیٰ په مشرۍ کښې پنځه کسيزه بنچ نيب تراميم کيس فيصله پنځه صفر سره اورولې او نيب تراميم ئې بحال کړيدي ۔
نيب تراميم کيس فيصله کښې وئيلي شوي چې باني پي ټي آئي نيب تراميم غير آئيني ثبتولو کښې ناکامه شويدې ۔
فيصله کښې وئيلي شوي چې سپریم کورټ قانون سازي هر ممکن صورت کښې برقرار ساتل غواړي ۔
په فيصله کښې جسټس اطهر من الله اضافي نوټ هم حصه جوړه کړې شوې، سپریم کورټ متفقه فيصله کښې حکومت اپيلونه منظور کړې او نيب تراميم ئې صيح ګرځولي دي ۔
د يادونې وړ ده چې چيف جسټس قاضي فائز عيسي په مشرۍ کښې پنځه کسيزه بنچ د دې اهمې مقدمي فيصله په شپږم جون محفوظ کړې وه ۔
تازه ترین خبرونه
نيب تراميم بحال ،عمران خان نيب تراميم غيرآئيني ثابت نکړل ،سپريم کورټ
څرگندونې نشته1 Mins Read