د محکمه صحت خېبر پختونخوا  طرف نه جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې  پېښور ايئرپورټ باندې سکريننګ دوران د منکي پاکس نور پينځه شکمن کيسونه رپورټ شويدي ۔
محکمه صحت وئيلي دي  چې پينځه واړه کسان  پيښور کښې پوليس سروسز هسپتال کښې آئيسوليشن وارډ کښې داخل کړے شوي او د دغه کسانو د وينې  نمونے ټيسټ لپاره ليږلې شوېدي ۔
محکمه صځت ترمخه په ايئرپورټ تر دې دمه دري ويشت زره شپږ سوه اته پنځوس مسافرو سکريننګ شوېدې، طورخم بارډر باندې دوه و يشت زره يوسل درې ويشت کسانو اسکريننګ کړې شوېدې ۔
تيره ورځ هم باچه خان ايئرپورټ باندې د منکي پاکس دوه شکمن کيسونه مخې ته راغلي وو چې پکښې يو کيس نتيجه مثبت راغلې ده ۔

