د خيبرپښتونخوا ووزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور ډي آئي خان کښي سيلاب ځپلو سيمو کښې د مختلفو منصوبو پرانسته کړي ده۔ په دې منصوبو کښې د بېلابېلو سړکونو او پلونو جوړول هم شامل دي ۔
په دې موقع وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې اولس ته اسانۍ ورکول زمونږ اولنۍ ترجيح ده، کرپشن به په هيڅ
صورت کښې برداشت نه شي،
علي امين ګنډاپور منلې چې صوبه کښې د امن و امان صورتحال ډير خراب دې، پوليس کښې بهرتيانې جاري دي، سيکيورټي فورسز ته به هم جديد وسله ورکولې شي ۔
علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې خېبرپښتونخوا امن و امان په ځائې کيدو لپاره به ټول وسائل په کار راوسلې کيږي، سيکيورټي فورسز ته به بلټ پروف ګاډي هم ورکولې شي ۔
هغه اوویل چی د دې منصوبو سره به د خلوو ستونزې هوارې شي، زموږ ټیم شپه او ورځ هڅه کوي چې د خلقو ستونزې هوارې کړي ۔
وزيراعلي مخکښې وئيلي چې د امنيت برقرار ساتلو لپارہ دامنيتي ځواکونو قربانی د ستاينې وړ دي ۔