د تحريک انصاف سيکرټري جنرل عمر ايوب او بيرسټر علي ظفر د چيف اليکشن کمشنر او د کميشن نورو اراکينو خلاف سپريم جوډيشل کونسل کښې شکايت دائر کړېدې
شکايت کښې وئيلي شوي چې اليکشن کميشن شفاف انتخاباتو کښې آئيني ذمه واري ترسره کولو کښې ناکامه پاتې شوېدې، پي ټي آئي پولنګ ايجنټس ئې پولنګ اسټيشنونو نه بهر شړلي وو، نتيجو جاري کولو کښې هم پاتې راغلې دې، اليکشن کميشن دهاندلي باندې سترګے پټې کړې وې
شکايت کښې پي ټي آئي مشرانو وئيلي چې کارکنان اغوا کړې شويدي، فارم 45 په وخت نه دې ورکړې شوې، انتخابي مهم چلولو اجازت نه دې ورکړې شوې، ريټرننګ افسران ئې په سياسي بنياد تعينات کړي وو،اليکشن کميشن پي ټي آئي نه مخصوص نشستونه هم اخېستي دي
شکايت مطابق چيف اليکشن کميشن او نورو ممبرانو خلاف دې مس کنډکټ باندې انکوائري اوکړې شي، الزامات ثابتېدو باندې دې چيف اليکشن کمشنر او اراکينو لرې کولو سفارش اوکړې شي