Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مارچ 12, 2026

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026

    د کوز جنوبي وزیرستان تحصیل برمل اعظم ورسک کښې آرمي پبلک سکول باندې د ترهه ګرو حمله ناکامه

    مارچ 11, 2026

    آپريشن غضب للحق کاميابۍ سره جاري، 641ترهه ګروژلي شوي، عطا الله تارړ

    مارچ 11, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    پنجشنبه, مارچ 12, 2026
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

      مارچ 12, 2026

      پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

      مارچ 12, 2026

      د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

      مارچ 12, 2026

      آپريشن غضب للحق کاميابۍ سره جاري، 641ترهه ګروژلي شوي، عطا الله تارړ

      مارچ 11, 2026

      د افغان عبوري حکومت د جارحيت او ترهه ګرو خلاف غضب للحق آپريشن کاميابۍ سره جاري

      مارچ 11, 2026
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

      مارچ 12, 2026

      آپريشن غضب للحق کاميابۍ سره جاري، 641ترهه ګروژلي شوي، عطا الله تارړ

      مارچ 11, 2026

      د افغان عبوري حکومت د جارحيت او ترهه ګرو خلاف غضب للحق آپريشن کاميابۍ سره جاري

      مارچ 11, 2026

      افغانستان کښې د ترهه ګرو خلاف آپريشن غضب للحق جاري،د افغان طالبانو پنځه سوه درې اتيا اهلکار وژلي شوي، اووۀ سوه، پنځه نوي ژوبل

      مارچ 8, 2026

      عطا تارړ په افغانستان کښې ترهه ګرو خلاف د آپريشن غضب للحق تازه تفصيلات جاري کړې

      مارچ 6, 2026
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      اسلام آباد کښې د اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت تعزیتی او ادبي غونډه

      فبروري 10, 2026

      زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

      جنوري 1, 2026

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025

      د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

      اکتوبر 5, 2025

      د دبئي شهزادي مهره د مراکش امريکې سندرغاړې سره کويدن کړې

      اگست 31, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » د طالبانو لخوا عاشورا مراسمو لپاره د نوې کړنلارې هدف څه دی؟
    افغانستان

    د طالبانو لخوا عاشورا مراسمو لپاره د نوې کړنلارې هدف څه دی؟

    جولای 13, 2024څرگندونې نشته5 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    په هرات او کابل کې ځینو شیعه ګانو رسنیو ته ویلي چې د عاشورا په ورځو کې د طالبانو د حکومت له خوا له بندیزونو سره مخامخ وو.

    یو شمېر شیعه ګانو چې د عاشورا بیرغونه یې په لاسونو کې وو، په هرات ښار کې له همدې امله د تېرې پنجشنبې پر شپه اعتراضي لاریون هم کړی و.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي‌بي‌سي ته وویل، شیعه ګان خپلو سیمو کې “بشپړه ازادي” لري او کولای شي د عاشورا مراسم ترسره کړي، خو د نوموړي په وینا هغه محدودیتونه چې د دغو مراسمو د امنیت تامین لپاره اعلان شوي، د شیعه علماوو په همکارۍ اعلان شوي دي.

    د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو بي‌بي‌سي ته ویلي، د محرم د میاشتې او د عاشورا د ورځو په رارسېدو سره طالبانو د کابل او هرات ښارونو په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د شیعه ګانو مذهبي سمبولونه لکه د ویر او ماتم بیرغونه ښکته کړي او پر ځای یې د خپل اسلامي امارت بیرغونه لګولي دي.

    دوی ادعا کوي چې په شیعه مېشتو سیمو کې د طالبانو دغه کمپاین له څو ورځو راهیسې پیل شوی دی.

    یوه شیعه وګړي، چې نه یې غوښتل نوم او د اوسېدو ځای یې په ډاګه شي، بي‌بي‌سي ته وویل، خلک له وېرې د دغو محدودیتونو پر وړاندې غږ نه شي پورته کولای.

    هغه وویل “د محرم میاشتې په لومړیو کې د برچي سنټر یا پلورنځي مخې ته ستر حسیني بیرغونه ځړول شوي وو، خو د پنجشنبې پر شپه یې هغه بیرغونه ټول کړي دي. خلک د شپې له خوا د ویر په مراسم کې لږ ګډون کوي او وېرېږي هسې نه چې د طالبانو امنیتی ځواکونو له خوا ووهل شي. د جوماتونو لاسپیکرونه یوازې د جومات دننه فعال دي او بهر هېڅ نه اورېدل کېږي. خلک خپل غږ نه شي اوچتولی.”

    د راپورونو له مخې، په هرات کې یو شمېر شعیه اوسېدونکو تېره پنجشنبه د شپې ناوخته د ښار په ځینو برخو کې له اعتراضي کاروانونو سره لاریون کړی و.

    ویل شوي، دوی دغه لاريون په هرات کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور د رئيس احمدالله متقي د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړی و، چې ویل کېږي، چارشنبه یې له ځايي چارواکو او شيعه استازو سره په ليدنه کې د عاشورا مراسم “بدعت” بللی او ویلي وو چې د سیاسي او بهرنيو بدعتونو مخه باید ونیول شي.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي‌بي‌سي ته وویل، د هرات د اطلاعاتو او کلتور د رئیس هدف عاشورا نه وه.

    ښاغلی مجاهد وايي “نه داسې نه ده، د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس داسې څه نه دي ویلي چې محرم بدعت دی، بلکې هغه ویلي، په دغو مراسمو کې د ځینې بدعتونه مخنیوی باید وشي. هغه څه چې په شرعي نصوصو کې نشته او وروسته د خلکو له خوا ایجاد شوي، هغه ته بدعت ویل کېږي او هغه ویلي چې دا مه کوئ. نه یې دي ویلي چې د محرم مراسم مه لمانځي، نو دا برداشت سم نه دی.”

    د عاشورا مراسمو پر مهال د لوډسپیکر نه کارول، په درېیو ورځو کې د محرم د لسیزې د مراسمو ترسره کول او یوازې په تکیه خانو کې د نذرونو وېش هغه نور موارد دي چې شیعه ګان یې پر دوی وضع شوي محدودیتونه ګڼي.

    د افغانستان شعیه ګانو د پرځېدلي جمهوریت پر مهال هر کال د عاشورا د ویر مراسم د خپلو ځانګړو سیمو په جوماتونو،‌ تکیه خانو او سړکونو لمانځل.‌

    خو د سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو حکومت په نویو لارښوونو کې دا هم ویلي،‌ چې سني وګړي باید دغو مراسمو ته ور ونه بلل شي او شعیه وګړي له رسنیو سره پرې خبرې ونه کړي.

    خو ذبیح الله مجاهد بي‌بي‌سي ته وویل، د دوی حکومت د عاشورا پر مراسمو د بندیزونو لګولو نیت نه لري او دا چې د دغو محدودیتونو هدف عاشورا مراسمو لپاره د ټینګ امنیت برابرول دي.

    د نوموړي په وینا “د محدویتونو په اړه باید ووایم چې یوازې د امنیتي مسلو له امله ځینې محدودیتونه د شعیه او سني دیني عالمانو له خوا په ګډه په نظر کول نیول شوي دي. ځکه موږ داسې راپورونه لرل چې له بده مرغه ځینې تکفیري ډلو د اخلال پلان درلود، نو ځکه باید پولې ټاکلې وي چې امنیتي ځواکونه وکولی شي ښه امنیت ونیسي.”

    ښاغلی مجاهد زیاتوي: “همدارنګه هغه سیمې چې اهل تشیع پورې اړوندې دي، هلته بشپړه ازادي لري چې عاشورا مراسم تر سره کړي، خو هغو سیمو کې چې شعیه ګانو پورې اړه نه لري، لکه عمومي لارې او بازارونه؛ نو د هغو سیمو له بندښت څخه دې هم ډډه وکړي. دا کوم محدودیت نه، بلکې احتیاطي امنیتي تدبیرونه دي.”

    د شنونکو په باور، تېرو درېیو کلونو کې د محرم په لسیزه کې د شیعه ګانو د مراسمو د امنیتي تدابیرو په برخه کې د طالبانو د حکومت ریکارډ ښه دی او په دې موده کې پر شیعه ګانو د بریدونو پیښې ډیرې کمې شوې دي.

    تیر کال د عاشورا په مراسمو کې د هېڅ امنیتي پېښې راپور نه دی ور کړل شوی.

    خو پر دې ورهاخوا تېرو درېیو کلونو کې د داعش خراسان څانګې له اړخه افغانستان کې پر شیعه ګانو خونړي بریدونه شوي او د عاشورا په سږنیو مراسمو کې یې هم د بریدونو په اړه پراخې اندیښنې موجودې دي.

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهمسنګ پرسن رېلي باندې انسو ګېس شېلنګ او د ګلامن پشتېن پېښې غندنه
    بله مقاله د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) تر منځ د کارکوونکو په کچه هوکړه وشوه.
    Web Desk
    • Website

    مربوطه لیکنې

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مارچ 12, 2026

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مارچ 12, 2026

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026

    د کوز جنوبي وزیرستان تحصیل برمل اعظم ورسک کښې آرمي پبلک سکول باندې د ترهه ګرو حمله ناکامه

    مارچ 11, 2026
    سرلیکونه
    سر خبر مارچ 12, 2026

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مشرقِ وسطیٰ کشيدګي، وزيراعظم شهباز شريف په مختصر دوره  سعودي عرب ته رسيدلې، وزير اعظم…

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 2024120 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 2024117 Views

    د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

    سپتمبر 23, 2024105 Views
    د مدیر انتخاب

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مارچ 12, 2026

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2026 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.