Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    وزيراعظم د قامي اسمبلۍ سپيکر،چيئرمين سينيټ او نور اراکینو تنخواګانو کښې د اضافې نوټس اخستې

    جون 12, 2025

    د پاکستان او يو اے اي اقتصادي، سرمايه کاري او ترقياتي شعبو کښې مرستې نورې سيوا کولو باندې اتفاق

    جون 12, 2025

    بهارت کښې مسافر جهاز رهائشي علاقه کښې تباه، 242 کسان مړۀ شوي

    جون 12, 2025

    د خېبرپښتونخوا خلق پوليس لوجې خپل ځان غير محفوظ ګڼي ، جسټس مسرت هلالی

    جون 12, 2025

    ورلډ ټيسټ چيمپيئن شپ فائنل، د آسټريليا ټول ټيم اولني اننګز کښې دوه سوه دولس رنز باندې آؤټ

    جون 12, 2025
    Facebook X (Twitter) Instagram
    جمعه, جون 13, 2025
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      وزيراعظم د قامي اسمبلۍ سپيکر،چيئرمين سينيټ او نور اراکینو تنخواګانو کښې د اضافې نوټس اخستې

      جون 12, 2025

      د پاکستان او يو اے اي اقتصادي، سرمايه کاري او ترقياتي شعبو کښې مرستې نورې سيوا کولو باندې اتفاق

      جون 12, 2025

      امريکې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې پاکستان يو اهم شراکت دار ګرځولې

      جون 12, 2025

      مالي ګنجائش مطابق مو تنخواه دار طبقې ته ريليف ورکړيدې، وزيرخزانه محمد اورنګزيب

      جون 11, 2025

      صدر ډونلډ ټرمپ د کشمير شخړه حل کولو صلاحيت لري، امريکي محکمه خارجه

      جون 11, 2025
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      د پاکستان او افغانستان تعلقاتو ته وده ورکولو لپاره کردار ته تيار يو، چين

      جون 5, 2025

      کابل د افغان کډوالو د واپسۍ هرکلی کوي ،افغان حکومت

      جون 1, 2025

      پاکستان او افغانستان دوه اړخيزه اړېکې سفارتي سطح ته رسولو باندې د اعتماد څرګندونه کړې

      جون 1, 2025

      افغانستان کښې د پاکستان د سفير تعينات کولو فيصله

      مې 30, 2025

      د امير حکم باوجود پاکستان کښې کاروائيانې ناجائز دي، د افغان طالبانو کالعدم ټي ټي پي ته خبردارې

      مې 28, 2025
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      د نيلم منير د وادۀ تصويران په سوشل ميډيا ډير زيات اوکتلې شو

      جنوري 8, 2025

      د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

      سپتمبر 23, 2024

      د اسلام آباد يو شخصي پوهنتون کښې د ګِټ ټوګيدر يوه خوندوره دستوره

      سپتمبر 15, 2024

      دپاکستان پخواني وزيراعظم لپاره مې سندره نۀ ده وئيلې،کمار سانو

      اگست 12, 2024

      جیسن سټيتم په خپل موټر د فلسطین بیرغ لګولے

      اکتوبر 25, 2023
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » د طالبانو لخوا عاشورا مراسمو لپاره د نوې کړنلارې هدف څه دی؟
    افغانستان

    د طالبانو لخوا عاشورا مراسمو لپاره د نوې کړنلارې هدف څه دی؟

    جولای 13, 2024څرگندونې نشته5 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    په هرات او کابل کې ځینو شیعه ګانو رسنیو ته ویلي چې د عاشورا په ورځو کې د طالبانو د حکومت له خوا له بندیزونو سره مخامخ وو.

    یو شمېر شیعه ګانو چې د عاشورا بیرغونه یې په لاسونو کې وو، په هرات ښار کې له همدې امله د تېرې پنجشنبې پر شپه اعتراضي لاریون هم کړی و.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي‌بي‌سي ته وویل، شیعه ګان خپلو سیمو کې “بشپړه ازادي” لري او کولای شي د عاشورا مراسم ترسره کړي، خو د نوموړي په وینا هغه محدودیتونه چې د دغو مراسمو د امنیت تامین لپاره اعلان شوي، د شیعه علماوو په همکارۍ اعلان شوي دي.

    د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو بي‌بي‌سي ته ویلي، د محرم د میاشتې او د عاشورا د ورځو په رارسېدو سره طالبانو د کابل او هرات ښارونو په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د شیعه ګانو مذهبي سمبولونه لکه د ویر او ماتم بیرغونه ښکته کړي او پر ځای یې د خپل اسلامي امارت بیرغونه لګولي دي.

    دوی ادعا کوي چې په شیعه مېشتو سیمو کې د طالبانو دغه کمپاین له څو ورځو راهیسې پیل شوی دی.

    یوه شیعه وګړي، چې نه یې غوښتل نوم او د اوسېدو ځای یې په ډاګه شي، بي‌بي‌سي ته وویل، خلک له وېرې د دغو محدودیتونو پر وړاندې غږ نه شي پورته کولای.

    هغه وویل “د محرم میاشتې په لومړیو کې د برچي سنټر یا پلورنځي مخې ته ستر حسیني بیرغونه ځړول شوي وو، خو د پنجشنبې پر شپه یې هغه بیرغونه ټول کړي دي. خلک د شپې له خوا د ویر په مراسم کې لږ ګډون کوي او وېرېږي هسې نه چې د طالبانو امنیتی ځواکونو له خوا ووهل شي. د جوماتونو لاسپیکرونه یوازې د جومات دننه فعال دي او بهر هېڅ نه اورېدل کېږي. خلک خپل غږ نه شي اوچتولی.”

    د راپورونو له مخې، په هرات کې یو شمېر شعیه اوسېدونکو تېره پنجشنبه د شپې ناوخته د ښار په ځینو برخو کې له اعتراضي کاروانونو سره لاریون کړی و.

    ویل شوي، دوی دغه لاريون په هرات کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور د رئيس احمدالله متقي د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړی و، چې ویل کېږي، چارشنبه یې له ځايي چارواکو او شيعه استازو سره په ليدنه کې د عاشورا مراسم “بدعت” بللی او ویلي وو چې د سیاسي او بهرنيو بدعتونو مخه باید ونیول شي.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي‌بي‌سي ته وویل، د هرات د اطلاعاتو او کلتور د رئیس هدف عاشورا نه وه.

    ښاغلی مجاهد وايي “نه داسې نه ده، د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس داسې څه نه دي ویلي چې محرم بدعت دی، بلکې هغه ویلي، په دغو مراسمو کې د ځینې بدعتونه مخنیوی باید وشي. هغه څه چې په شرعي نصوصو کې نشته او وروسته د خلکو له خوا ایجاد شوي، هغه ته بدعت ویل کېږي او هغه ویلي چې دا مه کوئ. نه یې دي ویلي چې د محرم مراسم مه لمانځي، نو دا برداشت سم نه دی.”

    د عاشورا مراسمو پر مهال د لوډسپیکر نه کارول، په درېیو ورځو کې د محرم د لسیزې د مراسمو ترسره کول او یوازې په تکیه خانو کې د نذرونو وېش هغه نور موارد دي چې شیعه ګان یې پر دوی وضع شوي محدودیتونه ګڼي.

    د افغانستان شعیه ګانو د پرځېدلي جمهوریت پر مهال هر کال د عاشورا د ویر مراسم د خپلو ځانګړو سیمو په جوماتونو،‌ تکیه خانو او سړکونو لمانځل.‌

    خو د سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو حکومت په نویو لارښوونو کې دا هم ویلي،‌ چې سني وګړي باید دغو مراسمو ته ور ونه بلل شي او شعیه وګړي له رسنیو سره پرې خبرې ونه کړي.

    خو ذبیح الله مجاهد بي‌بي‌سي ته وویل، د دوی حکومت د عاشورا پر مراسمو د بندیزونو لګولو نیت نه لري او دا چې د دغو محدودیتونو هدف عاشورا مراسمو لپاره د ټینګ امنیت برابرول دي.

    د نوموړي په وینا “د محدویتونو په اړه باید ووایم چې یوازې د امنیتي مسلو له امله ځینې محدودیتونه د شعیه او سني دیني عالمانو له خوا په ګډه په نظر کول نیول شوي دي. ځکه موږ داسې راپورونه لرل چې له بده مرغه ځینې تکفیري ډلو د اخلال پلان درلود، نو ځکه باید پولې ټاکلې وي چې امنیتي ځواکونه وکولی شي ښه امنیت ونیسي.”

    ښاغلی مجاهد زیاتوي: “همدارنګه هغه سیمې چې اهل تشیع پورې اړوندې دي، هلته بشپړه ازادي لري چې عاشورا مراسم تر سره کړي، خو هغو سیمو کې چې شعیه ګانو پورې اړه نه لري، لکه عمومي لارې او بازارونه؛ نو د هغو سیمو له بندښت څخه دې هم ډډه وکړي. دا کوم محدودیت نه، بلکې احتیاطي امنیتي تدبیرونه دي.”

    د شنونکو په باور، تېرو درېیو کلونو کې د محرم په لسیزه کې د شیعه ګانو د مراسمو د امنیتي تدابیرو په برخه کې د طالبانو د حکومت ریکارډ ښه دی او په دې موده کې پر شیعه ګانو د بریدونو پیښې ډیرې کمې شوې دي.

    تیر کال د عاشورا په مراسمو کې د هېڅ امنیتي پېښې راپور نه دی ور کړل شوی.

    خو پر دې ورهاخوا تېرو درېیو کلونو کې د داعش خراسان څانګې له اړخه افغانستان کې پر شیعه ګانو خونړي بریدونه شوي او د عاشورا په سږنیو مراسمو کې یې هم د بریدونو په اړه پراخې اندیښنې موجودې دي.

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهمسنګ پرسن رېلي باندې انسو ګېس شېلنګ او د ګلامن پشتېن پېښې غندنه
    بله مقاله د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) تر منځ د کارکوونکو په کچه هوکړه وشوه.
    Web Desk
    • Website

    مربوطه لیکنې

    وزيراعظم د قامي اسمبلۍ سپيکر،چيئرمين سينيټ او نور اراکینو تنخواګانو کښې د اضافې نوټس اخستې

    جون 12, 2025

    بهارت کښې مسافر جهاز رهائشي علاقه کښې تباه، 242 کسان مړۀ شوي

    جون 12, 2025

    د خېبرپښتونخوا خلق پوليس لوجې خپل ځان غير محفوظ ګڼي ، جسټس مسرت هلالی

    جون 12, 2025
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    وزيراعظم د قامي اسمبلۍ سپيکر،چيئرمين سينيټ او نور اراکینو تنخواګانو کښې د اضافې نوټس اخستې

    جون 12, 2025

    د پاکستان او يو اے اي اقتصادي، سرمايه کاري او ترقياتي شعبو کښې مرستې نورې سيوا کولو باندې اتفاق

    جون 12, 2025

    بهارت کښې مسافر جهاز رهائشي علاقه کښې تباه، 242 کسان مړۀ شوي

    جون 12, 2025

    د خېبرپښتونخوا خلق پوليس لوجې خپل ځان غير محفوظ ګڼي ، جسټس مسرت هلالی

    جون 12, 2025
    سرلیکونه
    قامى خبرونه جون 12, 2025

    وزيراعظم د قامي اسمبلۍ سپيکر،چيئرمين سينيټ او نور اراکینو تنخواګانو کښې د اضافې نوټس اخستې

    وزيراعظم شهبازشريف  د قامي اسمبلۍ سپيکر،چيئرمين سينيټ او د پارليمنټ ممبرانو تنخواګانو کښې د اضافې…

    د پاکستان او يو اے اي اقتصادي، سرمايه کاري او ترقياتي شعبو کښې مرستې نورې سيوا کولو باندې اتفاق

    جون 12, 2025

    بهارت کښې مسافر جهاز رهائشي علاقه کښې تباه، 242 کسان مړۀ شوي

    جون 12, 2025
    ډیر لیدل شوی

    جمرود:د کوکي خيل قبيلې احتجاج لوجې پاک افغان لويه لار بند،بعضې مظاهرچيان په پيسو ګاډي پريږدي،ټرانسپورټرز او خلق مشکلاتو سره مخ

    اکتوبر 10, 202482 Views

    بیرسټر سیف خپل ګوند ته وړاندیز کړی چې حکومت دې خبرو ته وهڅوي

    دسمبر 19, 202461 Views

    خېبرپښتونخوا حکومت ټول وسائل د باني پي ټي آئي جلسو لپاره استعمالوي،محمد علي شاه باچه

    اکتوبر 1, 202454 Views
    د مدیر انتخاب

    وزيراعظم د قامي اسمبلۍ سپيکر،چيئرمين سينيټ او نور اراکینو تنخواګانو کښې د اضافې نوټس اخستې

    جون 12, 2025

    د پاکستان او يو اے اي اقتصادي، سرمايه کاري او ترقياتي شعبو کښې مرستې نورې سيوا کولو باندې اتفاق

    جون 12, 2025

    امريکې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې پاکستان يو اهم شراکت دار ګرځولې

    جون 12, 2025
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2025 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.