وزيردفاع خواجه آصف وئيلي چي حکومت د آل پارټيز کانفرنس راغوښتو فيصله کړيده ،اپوزيشن جماعتونو له هم مذاکرات کول پکار دي ، د ملک مختلف برحو کښې په انټيليجنس بنيادونو کارروائۍ جاري دي،زمونږ وسله فوج د ملک لپاره د خپل سرونو قربانۍ ورکوي، ټول قام او اپوزيشن پشمول ټولو سياسي جماعتونه به ترهګرۍ خاتمے لپاره د آپريشن عزم استحکام ملاتړ کوي
وزيردفاع خواجه آصف يو انټرويو کښې وئيلي چې اے پي سي راغوښتو فيصله ملکي مفاد کښې شويده،اپوزيشن جماعتونو له جامع مذاکراتو لپاره وړاندې راتلل پکاردي، ترقۍ لپاره اپوزيشن سره مذاکرات ضروري دي
وزيردفاع زياته کړې چې د ملک مختلف برحو کښې په انټيليجنس بنيادونو کارروائۍ جاري دي،زمونږ وسله فوج د ملک لپاره د خپل سرونو قربانۍ ورکوي،ترهګرو خلاف جنګ کښي اهم کاميابۍ ترلاسه شويدي،وائي چې ټول قام او اپوزيشن پشمول ټولو سياسي جماعتونه به ترهګرۍ خاتمے لپاره د آپريشن عزم استحکام ملاتړ کوي
خواجه آصف اوئيل چې پي ټي آئي ته مو د مذاکراتو پيش کش کړې وو، ولې دهغوې مشرانو سياسي مسئلے حل کولو لپاره د مذاکراتو پيشکش مسترد کړېدې،وائي چې بانې پي ټي آئي تير وخت کښې د سکيورټې وجوهاتو په بنياد کال ټيپنګ ستائلي وو، ولي اوس پي ټي آئي فون ټينګ باندې نيوکې کوي