آئي ايس پي آر لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د بلوچستان په ژوب او پشين علاقو کېښ جدا جدا کاروائيانې کړېدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې ژوب کښې په اوولسم اکتوبر آپريشن شوې وو، چې پکښې دوه ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
کاروائۍ دوران وژلي شوي دواړه ترهه ګر مختلفو وارداتونو کښې ککړ وو ۔
بلخوا سيکيورټي فورسز د بلوچستان په پشين سيمه کښې هم په خفيه اطلاع کاروائي کړې ده ۔
کاروائۍ دوران پنځه ترهه ګر نيولي شوې او هغوې ولقې نه درې خودکش جيکټې او نوره درنه او سپکه وسله ترلاسه شوې ده ۔
آئي ايس پي آر مطابق نيولې شوي ترهه ګر سيکيورټي فورسز او د عام خلقو په وژنه کښې ککړ دي او دا مهال ئې د ترهه ګرۍ د پيښو منصوبه بندي هم کوله ۔