ايشياکپ رائزنګ سټارز فائنل کښې سري لنکاد يو سنسني خيز مقابلې نه پس پاکستان ته په يووکټ شکست ورکړې اوټرافي ئې په خپل نوم کړې، د پاکستان د دوه سوه، اوولس رنز هدف سري لنکن ټيم دوه څلويښتم اوور کښې په آخري وکټ پورا کړې، او ميچ ئې ګټلې دې،سري لنکا لخوا نشان مدو شنکا اووۀ اتيا رنز جوړولو سره شاندار بېټنګ کړې دې ۔
د قطر په سرښار دوحه کښې لوبيدلې د ايشيا کپ رائزنګ ستارز فائنل مېچ کښې پاکستان شاهينز ټاس ګټلو نه پس وړومبې بېټنګ کړې وو او مقرره اوورز کښې ئې نهه وکټو په زيان دوه سوه شپاړس رنز جوړ کړي وو ۔
د پاکستان لخوا ځوان بېټر شاه زېب خان د څلورو چهکو په مرسته شپېتۀ رنز جوړ کړي وو، اوپنر شامل حسين څلويښت او کپتان عبدالصمد درې دېرش رنز جوړ کړي وو ۔
سري لنکا لخوا رويندو فرنينډو ، ګروکا سنکيت درې، درې او نيپون دهننجايا دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
د قامي ټيم د دوه سوه اوولس رنز هدف په تعاقب کښې د سري لنکا اے ټيم هم سخت مشکلاتو سره مخ شوې وو، او نهه لوبغاړي ئې يو سل اتۀ نوي رنز باندې آؤټ شوي وو ۔
د آخري وکټې لوبغاړو په کوششونو سري لنکا په دوه څلوېښتم اوور کښې د نهه وکټو په زيان مقرره هدف پورا کړې او د ايونټ ټرافي ئې ګټلې ده ۔
سري لنکا طرف نه ټولو نه زيات نشان مدوشکا اووۀ اتيا رنز جوړ کړي وو او شاندار بېټنګ باندې د فائنل غوره لوبغاړي د اعزاز حقدار هم ګرځولې شويدې ۔
پاکستان طرف نه علي رضا درې، سفيان مقيم دوه، حسن نواز، معاذ صداقت او احمد دانيال يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه، د سري لنکا لاستھ کروسپولے د سيريز بهترين لوبګاړي اعزاز په خپل نوم کړې دې ۔

