مکه دفاعي معاهدې ترمخه د سعودي عرب سلامتيا او د حرمين شريفين تحفظ لپاره د پاک فوج دستې سعودي عرب ته ليږلي شويدي،آئي ايس پي آر ترمخه د پاک فوج دستې به د دفاعي تعاون موجوده فريم ورک لاندې خپلې ذمه وارې ادا کوي ،د فوج دستې ليږلو سلسله کښې الوداعي تقريب شوي چې پکښې وزيردفاع خواجه آصف مشر ميلمه وو،چيف آف جنرل سټاف جنرل عمر احمد بخاري،د لاهور کور کمانډر او د سعودي عرب سفير هم دستوره کښې شريک وو ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې مکه دفاعي معاهدې ترمخه د سعودي عرب سلامتيا او د حرمين شريفين تحفظ لپاره د پاک فوج دستې سعودي عرب ته ليږلي شويدي ۔
ئي ايس پي آر ترمخه د پاک فوج دستې به د دفاعي تعاون موجوده فريم ورک لاندې خپلې ذمه وارې ادا کوي ،د فوج دستې ليږلو سلسله کښې الوداعي تقريب هم شويدې ۔
سعودي عرب ته د فوجي دستو د روانېدو په مناسبت په الوداعي دستوره کښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د سعودي عرب سفير ډاکټر راجح تامي البقامي، د پاک فوج چيف آف جنرل سټاف لېفټننټ جنرل عمر احمد بخاري او د لاهور کور کمانډر لېفټننټ جنرل محمد عمر بشير ګډون کړے دے ۔
د آئي اېس پي آر بيان کښې وئيلي شوي چې د فوجي دستو دا تعيناتي د سعودي عرب د سلامتۍ ، خپلواکۍ او علاقائي سلامتي د تحفظ لپاره د پاکستان د عزم څرګندونه کوي ۔
اآئي ايس پي آر مخکښې وئيلي دي چې دا ګام د دواړو ورونو هېوادونو ترمينځ د اوږدې مودې سټرټيجکي ملګرتيا او ورورولۍ اړيکو عکاسي کوي ۔

