راولپنډي: د تحريک انصاف چيئرمين بيرسټر ګوهر خان اډياله جيل کښې قيد د پارټۍ باني عمران خان سره ملاقات لپاره تلي وو او مدې دوران ئې هغه سره آئيني ترميم په معامله مشاورت کولو ۔
ذرائعو وئيلي چې دوران عمران خان د پارټۍ په مشرانو د سختې غصې څرګندونه کړې او وئيلي دي چې تاسو ټول زما د پاره هيڅ نۀ دي کړي ۔
ذرائعو ترمخه عمران خان اووئيل چې زما د جيل نه ويستو لپاره ما تاسو له پلان منصوبه جوړه کړې وه ،ولې تاسو په هغه منصوبه عمل نۀ دې کړې ،تاسو ټول زما د هيپڅ کار نۀ ئې ۔
ذرائعو ترمخه عمران خان اووئيل چې د شنګهائي تعاؤن تنظيم اجلاس دوران اسلام آباد کښې احتجاج کول وو ، تاسو دغه منصوبه هم نۀ ده عملي کړي ۔
ذرائعو ترمخه باني پي ټي آئي مخکښې وئيلي چې ما حکم کړې وو چې د احتجاج لړۍ به جاري ساتې ولې تاسو دغه خبره هم نۀ ده منلې ۔
ذرائع مطابق عمران خان دا هم وئيلي چې ترڅو زما په منصوبه عمل نۀ وي شوې تر هغې زه جيل نه رابهر کيدې نشم ، زما په منصوبه چې عمل اوشي نو بيا به جيل نه بهر کيږم ۔