کراچۍ کښې تاجرانو ته خپله وينا کښې آرمي چيف جنرل عاصم منير وئيلي دي چې تير ځل هم ما يوې دستورې ته وينا کښې وئيلي وو چې مايوسي مسلمان لپاره حرامه ده، نن د پاکستان د معيشت ټولې اشارې مثبت دي، او ان شا الله دې کښې به راتلونکي کال نوره هم بهتري راځي ۔
آرمي چيف اووئيل چې تير شوې يو کال نه چې کومه مايوسي خوره وه هغه اوس ختم شوې، زۀ د پاکستان روښانه او مستحکم مستقبل باندې مکمل يقين ساتم ، مايوسي خورونکي او د ملک د ډيفالټ کيدو خبرې کونکي نن چرته ديَ آيا دوي جواب ده کول نۀ دي پکار؟،
د هغه وينا وه چې سياست پشمول يو څيز هم د پاکستان نه زيات مقدم نۀ دې، مونږ ټولو ته د ذاتي مفاد نه زيات د پاکستان مفاد ته ترجيح ورکول پکار دي ،رياست د مور پشان وي، او د رياست قدر تپوس دې د ليبيا، فلسطين او عراق د خلقو نه اوکړې شي، ياد ساتې چې د پاکستان نه علاوه زمونږ بل يو شناخت هم نيشته ۔
د پاک فوج سرلښکر اووئيل چې تاسو خپله ټوله پيسه پاکستان ته راوړې، اولس به هم ګټه کوي او پاکستان بهي ترقي هم کوي، مونږ صرف پاکستاني نه بلکه پاکستان کښې بيل آؤټ په ذريعه معاشي استحکام هم راوړې شو ۔
هغه مخکښې اووئيل چې د ترهه ګرو پشت پناهي غير قانوني کاروبارونه کونکي کوي، د چا پشا چې مخصوص عناصر دي، د پاکستان د ډيجيټل سرحدونو حفاظت او د اولس د ډيجيټل سيکيورټۍ ذمه واري د رياست ده ، چې څومره هم مشکلات وي، چې مونږ په شريکه ورله اودريږو نو څوک زمونږ هيڅ هم نشي کولې ۔