اسلام آباد کښې د هفته وار ميډيا بريفنګ پر مهال د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان اووئيل چې په پاک چين دوستۍ لګولې شوې الزاماتو غندنه کوو، پاکستان کښې د امن مشقونو تابيا کولې شي ۔
شفقت علي خان اووئيل چې پاکستان په ون چائنا پاليسۍ عمل پيرا دې ، د پاکستان او چين ترمينځ دوه اړخيزه برادرانه اړيکې دي ۔
ترجمان مخکښې اووئيل چې د امريکې انخلا نه پس پريښودې شوې جديد وسله افغانستان کښې موجود کالعدم ټي ټي پي په پاکستان باندې حملو کښې استعمالوي ۔
شفقت علي خان اووئيل چې مونږ کابل کښې موجود افغان چارواکو سره د دغې وسلې په پاکستان کېښ استعمال ثبوتونه هم شيئر کړېدي ، د ټي ټي پي په پاکستان کښې د امريکې ساخت وسلې استعمال متعلق نور ژبوتونه هم موجود دي ۔
ترجمان اووئيل چې مونږ د امريکي صدر د آرډرز جائزه اخلو ،تير څو کالو راهسې امريکه په پاکستان کښې په مختلفو شعبو کښې مالي مرستې کوي، دې لړ کښې مونږ د امريکې چارواکو سره رابطه کښې يو ۔
هغه زياته کړې چې د مراکش کشتۍ پيښې پلټنې جاري دي ، کشتۍ پيښۀ کښې بچ شوي کسان دوه پروازونو په ذريعه پاکستان ته منتقل کولې کيږي ۔
د خارجه دفتر ترجمان سواډان کښې په سعودي هسپتال دډرون حملې او د جنوبي لبنان نه د اسرائيلي فوج د انخلا نه انکار مذمت کړېدي