پوليس وئيلي چې د ډيره اسماعيل خان ګومل يونيورسټۍ وائس چانسلر ډاکټر شکيب الله په ګاډي باندې فتح موړ سره نيزدې نامعلومه وسله والو ډزې کړېدي ۔
پوليس مطابق د نامعلومه وسله والو په ډزو کښې وي دي شکيب الله محفوظ پاتې شويدې ۔
پوليس ترمخه د ډاکټر شکيب الله په ګاډي هاغه مهال ډزې شوي کله چې هغه يونيورسټۍ نه ښار ته روان وو،او فتح موړ کښې په نښۀ کړې شو
بلخوا د خېبر پښتونخوا وزير اعلیٰ علی امين ګنډا پور د پيښې غندنه کړې او پوليس نه ئې د پيښې رپورټ هم غوښتې دې ۔
وزير اعلیٰ وئيلي چې پيښه کښې ککړ کسان دې فوري ګرفتار کړې شي او خلاف دې سخته کاروائي اوکړي شي ۔