پيښور: د خېبرپښتونخوا په ګورنر هاؤس کښې آل پارټيز کانفرنس ته د وينا په وخت فيصل کريم کنډي اووئيل چې نننۍ اے پي سي ډيره مهمه ده، چې دا اے پي سي بائد د صوبائي حکومت لخوا رابللې شوي وه ولې د صوبې په مسئلو مونږ خاموشه نه شو پاتې کيدې ۔
د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي اووئيل چې خېبرپښتونخوا صوبه د څه مودې راهسې د بدامنۍ سره مخ ده، مونږ غواړو چې په صوبه کښې د امن او وسائلو په اړه یو متفقه پلان جوړ کړو، د صوبائي حکومت د کارکردګۍ پلټنې پکار دي چې اوشي ۔
هغه اووئيل چې مونږ به وفاقي او صوبائي حكومت ته هم نن د اے پي سي د پرېكړو نه خبر كړو او د صوبې د سياسي نمائنده ګوندونو په تجويزونو به د عمل كولو غوښتنه کوؤ۔
فيصل کريم کنډي اووئيل سياست بائد تر سياست پورې محدود وي، کله چې په صوبه کښې د امن و امان او يا د وسائلو د ښه والي خبره راځي، نو د صوبې د بهبود لپاره مونږ يو موټی شو، مونږ ټول ته د يووالي پيغام ورکول پکار دي او دا ډير ضروري دي ۔
ګورنر پښتونخوا اووئيل چې د نن ورځې په کانفرنس کښې د سياسي مشرانو موجودګۍ دا ثابته کړه، چې مونږ ټول د صوبې د ستونزو او حقونو په اړه متحد يو، د دې کانفرنس اعلاميه به د اسمبلۍ غړي په صوبائي اسمبلۍ کښې وړاندې کوي ۔
فیصل کریم کنډي دا هم اووئيل چي د غونډې اعلامیه او وړاندیزونه به وفاقي حکومت سره شريک کولې شي چې د صوبې ستونزې حل کړې شي ۔
د قامي وطن پارټي سربراه آفتاب احمد خان شيرپاؤ خپل خطاب کښې اووئيل چې پي ټي آئي دې اے پي سي کښې شرکت نۀ دې کوي نو ئې صوبې سره ډير زياتې کړېدې ۔