پيښور: د خېبرپښتونخوا حکومت او د صوبې د بيلا بيلو برخو نه صوبائي سرښار ته احتجاج لپاره راغلي د بلدياتو نمائندګانو ترمينځ مذاکرات کامياب شويدي، صوبائي حکومت د مظاهرچيانو ټولې مطالبې تسليم کړېدي ۔
مذاکراتو کاميابۍ او حکومت لخوا مطالبې تسليمولو نه پس د لوکل ګورنمنټ ايکشن کونسل چيئرمين حمايت الله مايار د بلدياتي نمائندګانو د احتجاج ختمولو اعلان هم کړېدي ۔
حمايت الله مايار اووئيل چې حکومت سره د شل ورځو وخت ايښودې شويدې، کۀ چرې زمونږ مسئلې حل نۀ شوې نو دوباره به احتجاج کولې شي ۔
هغه اووئيل چې د بلدياتو صوبائي وزير مونږ له يقين دهاني راکړې چې زمونږ د مسئلو حل لپاره بله هفته کښې وزيراعلیٰ اجلاس رابللې، چې پکښې به د لوکل باډيز اراکينو په معامله غور او مسئلو حل باندې تفصيلي خبرې کيږي ۔
بلخوا د پيښور ميئر زبير علي وئيلي دي چې زمونږ صوبائي حکومت سره معاملې طے شويدي، رولز آف بزنس، فنډز او اختياراتو باندې خبرې شوي، بلدياتي نمائندګانو صوبائي حکومت ته د شل ورځو وخت ورکړې، کۀ چرې د دوي مسئلې حل نۀ شوې نو دوي به بيا احتجاج کوي ۔
د بلدياتو وزير ارشد ايوب وئيلي چې تير لس مياشتو نه بلدياتو په ايکټ باندې کار جاري دې، نظام داسې دې چې دې معامله کښې وخت لګيدلې دې ، وزيراعلیٰ سره بله هفته کښې اجلاس کيږي، د بلدياتي نمائندګانو د فنډ او نورې مطالبې بالکل جائزې دي ،د دوي مطالبو باندې به د کابينې نه منظوري اخستې شي ۔
ارشد ايوب زياته کړې چې د بلدياتي نمائندګانو سره مشاورت نه پس به بلدياتي ايکټ کښې تراميم کولې شي، صوبائي وزير بلدياتي نمائندګانو باندې د پوليس د شيلنګ او لاټهي چارج غندنه هم کړېده ۔