د پيښور ارباب نیاز کرکټ سټېډیم نوم بحال کړې شوې، بلخوا د خيبر پښتونخوا ھیومن ریسورس مینجمنټ ته د اسټيبلشمنټ نوم ورکړې شوې دې، دې لړ کښې نوټي فکيشن ئې هم جاري شويدي ۔
د خيبر پښتونخوا موجوده صوبائي حکومت د پيښور ارباب نیاز کرکټ سټېډیم نوم دوبارہ بحال کړې کوم چې د پي ټي آئي تير حکومت د عمران خان په نوم کړې وو ۔
د ارباب نياز کرکټ سټيډيم نوم بحالولو په لړ کښې د حکومت لخوا په باضابطه توګه نوټي فيکشن هم جاري شوي او د لوبو محکمه وينا ده چي نوټي فيکشن به په فوري توګه نافذ العمل وي ۔
بلخوا د خېبر پښتونخوا ګورنر د صوبائي حکومت د کارونو ترسره کولو په وخت کښې د خېبر پښتونخوا ګورنمنټ رولز آف بزنس نولس سوه ،پنځه اتیايم کښې د بدلون لاندې “هېومن ریسورس مېنجمنټ” او د دې سره د تړلو عهدو او محکمو نومونه بدل کړي او “اسټېبلشمنټ” نوم ئې ورکړيدې ۔
په دې لړ کښې د حکومت لخوا نوټیفکېشن هم جاری کړے شوې چې ترمخه به ئې اوس په سرکاري کاغذونو، قواعدو او ضابطو کښې د “هېومن ریسورس مېنجمنټ” په ځائې “اسټېبلشمنټ” لیکلې او ګڼلې شي ۔

