اسلام آباد: د رويت هلال کميټۍ چئيرمين مولانا عبدالخبير آزاد په مشرۍ کښې غونډه شوې، اجلاس کښې د زونل کميټۍ ممبران او متعلقه محکمو چارواکو شرکت کړې وو ۔
د اجلاس وروستو مولانا عبدالخبير آزاد اعلان کړې چې په ملک کښې د شعبان المعظم مياشت په نظر راغلي ده ، اجلاس دوران مختلف ځايونو نه د شعبان د مياشتې شهادتونه موصول شوي دي ، او مونږ دغه شهادتونو باندې فيصله کړېده ۔يکم شعبان به په يوديرشمه جنورۍ وي
د رويت هلال مرکزي کميټۍ چيئرمين مولانا عبدالخبير آزاد اعلان خړې چې يکم شعبان به سبا يعنې د جمعې په ورځ وي او په ديارلسمه فرورۍ يعنې زيارت په ورځ به شبِ برات نمانځلې شي ۔
مولانا عبدالخبير آزاد وئيلي چې اجلاس نه پس د ملک سلامتيا او خوشحالۍ لپاره دعاګانې هم شويدي ۔