فوج، ايف سي او انټلي جنس ايجنسياني د رياست ملازم دي،ادارو له په خپل دائره کښې دننه اوسيدل پکار دي، او سياست د سياستدانانو کار دے، د پي ټي ائي رهنما عمرايوب ميډيا سره خبري، وئيلي دي چې زمونږ د چاسره هم ډيل نه دے روان، د عوام او فوج ترمينځه ن ليګ او پيپلز پارتي خلا پيدا کولو کوشش کوي، عمرا ايوب اووئيل چي د نهمي مئي واقعاتو شفاف تحقيقات پکار دي، باني پي ټي آئي به د نهم مئي پيښو سي سي ټي وي فوټيج لپاره کيس کوي
د پاکستان تحريک انصاف رهنما او قامي اسمبلۍ کښې اپوزيشن ليډر عمر ايوب لاهور کښې د ترهه ګرۍ عدالت نه بهر ميډيا سره خبري کړي،وئيلي دي چي د ائين مطابق سياست کول د سياستدانانو کار دے، فوج، ايف سي او انټلي جنس ايجنسياني د رياست ملازم دي،او ادارو له خپل دائره کښې دننه اوسيدل پکار دي،
عمر ايوب اووئيل چي زمونږ د چاسره هم ډيل نه دے روان ، د باني پي ټې آئي پيغام دے چي د عوام او فوج ترمينځه ن ليګ او پيپلزپارټي د خلا پيدا کولو کوشش کوي، وائي چي دا د اليکشن کال دے، بائد چي اليکشن کميشن آزاد وي،
د عمرا ايوب وينا وه چي د نهمي مئي پيښو شفاف تحقيقات کول پکار دي، باني پي ټي آئي به د نهم مئي سي سي ټي وي فوټيج لپاره کيس کوي،