پېښور: د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور حکومت ته ګواښ کړی او ویلي یې دي چې که د پي ټي ايي له بنسټګر څخه کوم شکایت راشي نو ټول هېواد به وتړي. هغه وویل چې حکومت موږ مجبوروي چې سوله ونه کړو.
بل اړخ ته په وزيراعلي هاؤس کښي د شوي ملاقات په اړه د ننه کيسه هم رابرسيره شوه چي پکښي وزيراعلي د پيښور جلسي لپاره د ښار د هري حلقي نه 1000 کارکنان راوستلو او هر يو ايم پي اے د بل نه د جلسي لپاره راوستلو هدايت کړے دے۔ ولسوالیو ته له ۵۰۰ څخه د زیاتو کارکوونکو د راوستلو لارښوونه شوې ده
دسرچينو ترمخه کله چې غړو په مردان کې د غونډي کولو وړانديز وکړو نو علي امين ګنډاپور وويل چې باني د پي ټي ائي په هداياتو پيښور کې غونډه کوي او په دې کې به هيڅ خنډ نۀ وي.