اسلام آباد: سپريم کورټ کښې د آئيني مقدمات اوريدو او بنچز تشکيل په معامله د جسټس امين الدين خان په مشرۍ کښې اجلاس شوې کوم چې يوې ګهنټې پورې جاري وو ۔
د سپريم کورټ رجسټرار لخوا جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شوي چې شپږ موجود ججز صاحبان به څوارلسم او پنځلسم نومبر نه آئيني مقدمې اورول شروع کوي ۔
جسټس محمد علي مظهر د ټيليفون د لارې د کميټۍ اجلاس کښې شرکت کړې او دې دوران وړمبې جمع شوي درخواستونو جائزه اخستې شوې ده ۔
اجلاس دوران آئيني بينچ په وړاندې مقدمات د سماعت لپاره مقرر کولو فيصله شوې او اول به زړو کيسونو ته ترجيح ورکولې شي ، آئيني بنچز به د څوارلسم او پنځلسم نومبر يعنې د زيارت او جمعې ورځې نه درخواستونو باندې په باقاعده توګه سماعت شروع کوي ۔
غونډه د جسټس جمال مندوخيل چين نه واپسۍ ورستو رابللې شوې وه چې پکښې دغه اهمې فيصلې شوي دي ۔