خپل يو بيان کښې د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو مشير بيرسټر محمد علي سيف وئيلي چې جعلی حکومت د بدنام زمانه د آئیني ترمیم کوششونه کوي،کوم چې آئین سره ښکاره غداري ده ۔
د اطلاعاتو مشیر وئیلي چې د آئین باني ذوالفقار علی بهټو نمسے بلا ول بهټو هم دغه ترمیم کښې وړاندې وړاندې کیږی خو آئین کښې د ترمیم کوشش به چرې هم.کامیاب نه کړے شي ۔
بیرسټر سیف زیاته کړې چې الیکشن کمیشن همیشه د ملک دتباهۍ لپاره کردار ترسره کوي، سپریم کورټ د جعلی حکومت مخې نیولو لپاره خپله برخه کردار ترسره کوي ۔
هغه اووئيل چې پي ټي آئي عدليې سره اوږه په اوږه ولاړه ده او دجعلي حکومت تر خاتمې به دغه مشن جاري وي ۔
بیرسټر سیف اووئیل چې په جعلي مینډیټ قائم کړے شوے حکومت بیا بیا د آئیني ترمیم دلارې په سپریم کورټ د حملې کوششونه کوي او.ترمیم لپاره د جعلي حکومت ټولې اتحادي ډلې خپلو.کښې یو.موټے شويدي ۔