پيښور: ګورنر هاؤس پيښور کښې شوې آل پارټيز کانفرنس اعلاميه جاري شويده، اعلاميه کښې وئيلي شوي چې سياسي قيادت د امن و امان په خرابېدو د اندېښنې څرګندونه کړې ده، دې صوبه کښې د تېر کال په مقابله کښې څښکال دترهه ګرې زياتې پيښې رامخي ته شويدي ۔
د اے پي سي اعلاميې مطابق په تېره مياشت کښې تر اوويا نه زيات امنيتي اهلکاران شهيدان شويدي،د کرم په فساداتو کښې ددوه سوه نه زیات کسان مړۀ شوي ۔
اعلاميې ترمخه مرکزي او صوبايي حکومتونه په خيبر پښتونخوا کښې امن په ځائې کولو کښې پاتې راغلي. د خېبرپښتونخوا د مالي او سیاسي ګټو لپاره د سیاسي او تکنيکي کمېټۍ جوړولو فيصله شوې ده ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې اين ايف سي ايوارډ څه د پاسه دوه نيمو کالو راهسې غير موثره دے نو بائديوولسم اين ايف سي ايوارډ په فوري توګه جاري کړے شي، په این ایف سي کښې ضم شوي ضلعو لپاره د مختص شوې رقم درې فیصده په پنځه کالو کښې نه دې جاري شوې، د ضم شوي ضلعو لپاره مختص شوي درې فيصده پیسې بائد جاري شي، قبائلي ضلعې په خيبرپښتونخوا کښې ضم کولو لپاره جوړې شوې د سرتاج عزیز د کمیټې سپارښتنې دې عملي کړې شي ۔
د اعلاميې مطابق د نوې اين ايف سي ايوارډ بائد مردم شمارۍ په بنياد وي، ځنګلونه او چاپيريال دې د اين ايف سي ايوارډ فارمولے کښې شامل کړے شي، کانونه او معدنونه د صوبو د خلقو او د نسلونو امانت دے، د کانونو او منرالونو د اجارې ټول تفصيلات دې بائد په ډاګه کړې شي ۔
اعلاميه کښې غوښتنه شوې چې د پاک افغان پولې سره دې ټولې تاريخي تجارتي لارې په سمدستي توګه پرانستلې شي، د آئين آرټيکل يو سل اته پنځوستم لاندې اين ايچ بي او فيډرل ايکسائز ډيوټي برائے تيل دې هم صوبې ته اوسپارلې شي ،د مشترکه مفادات کونسل غونډې دې د آئيني وخت مطابق په باقاعده ډول طلب کړې شي ۔
د اعلامیې مطابق صوبايي حکومت بائد پي ايف سي جوړ کړي او په په باقاعدګۍ سره ايوارډ ورکړي ،مؤثر بلدياتي نظام او مقامي حکومتونو نمائندګانو ته بغير د څه فرق نه فنډز جاري کړي ،صوبائي حکومت د آئي ډې سي دوه فيصده لاګو کړي،کوم چې تجارت متاثره کوي ،هغه دې واپس کړې شي ۔
د کُل جماعتي کانفرنس اعلامیه کښې مخکښې وئيلي شوي چې آبي وسائلو کښې د صوبې برخه د کال نورلس سوه يو نوي ډبليو اے اے مطابق ورکړې شي ،ضلعو کښې آپريشنونو لوجې ب کوره شوي ځائي خلق دې هغوي سره شوي وعدو مطابق واپس خپلو کورونو ته اوليږلې شي ، او دا چې د صوبائي حکومت د کارکردګۍ آډټ دې هم اوکړې شي ۔
اعلاميه کښې دا غوښتنه هم شوې چې نورو صوبو کښې ميشته پښتانۀ دې تنګولو نه ډډه اوکړې شي ۔