په خېبر پښتونخوا کې پرائمري استاذانو سکولونه تړلي او د احتجاج او دھرنې اعلان کړی دی. د آل پرائمري ټيچرز ايسوسي ايشن صدر اپټا عزيزالله وينا ده چي نن به د ټولي صوبې په پرائمري سکولونو کښي استاذانو تدريس بند کړے دے۔
ده زياته کړه چې دا مهال د صوبې په ٢٦زره نه زياتو پرائمري سکولونو کې تعليمي چارې بندې دي، د يو لک نه زيات پرائمري استاذان به د احتجاج لپاره پېښور ته رسېږي.
نوموړي زياته کړه، چې صوبايي حکومت د کابينې له خوا د تصويب شوي اپګريډيشن پرېکړه عملي نه کړه، تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوې، لاريون به يې دوام ولري.