دخيبرپښتونخوا مردان ضلع کې دجمعې په ورځ په يو بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.
د راپورونو له مخې، چاودېدونکي توکي په یوه پله کې ځای پر ځای شوي وو چې د پولیسو موټر د تېرېدو په حال کې وو.
ژوبل کسان تحصیل هيډکوارټر هسپتال تخت بهائي او مردان ميډيکل کمپليکس ته رسولي شوي دي۔
دپيښې ځايې ته دپوليسو يوه لويه ډله رسيدلې اؤ دپلټنې عمليات يې پيل کړي دي.
د فبرورۍ په میاشت کې د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان تحصیل کلاچي کې د پولیسو په ګاډي د چاودنې له امله لږ تر لږه څلور پولیس وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي وو.