خيبر پښتونخوا مشير اطلاعات بېرېسټر سيف وئيلي چې پاکستان تحريک انصاف غواړي چې په ملک کې د حقيقي جمهوريت د بيا بحالۍ لپاره بامعني مذاکرات وکړي. د دې مقصد لپاره د پارليمان دننه او بهر د ټولو اپوزيشن ګوندونو يوځای کېدل ضروري دي.
بيرسټر سيف زياته کړې چې په جمهوريت باندي ډاکه اچونکو د حکومتي ډلو په ضد ټول اپوزيشن جماتونو ته په يو پليټ فارم يوځي کيدل پکار دي ، نوموړي دا هم وئيلي چې د فارم اووه څلویښت د لارې په ملک يو جعلي ټوله مسلط شوې چې د جمهوريت بنيادونه ئې کمزوري کړي
بېرېسټر سيف دا هم وئيلي چې مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ د خپلې څوکۍ لپاره جنګېږي، په داسې حال کې چې پاکستان تحريک انصاف د جمهوريت د ساتنې لپاره کوششونه کوي. د فارم اووه څلویښت جعلي ډلې د هېواد جمهوريت ته ناقابل تلافي زيان رسولی دی.
وړاندې وائي چې د پاکستان اولس په حکومتي څوکۍ قابضې ډلې په ضد جدوجهد کوي، او په دې جدوجهد کې به بريا د اولس وي