اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف اسلام آباد کښې په باقاعده توګه د معاشي منصوبې اړان پاکستان پروګرام افتتاح کړې او په دې موقع جوړې دستورې ته ئې خطاب هم کړيدې ۔
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې وخت راغلې چې مونږ ټول آئي ايم ايف ته خدائے په امان اووئيو،موجوده حکومت ميکرواکنامک استحکام راوستو کښې کامياب شويدې ۔
وزيراعظم اووئيل چې زمونږ سفر د مضبوط معيشت نه مضبوط پاکستان په لور روان دې ، او نن د ملک لپاره يو تاريخي ورځ ده چې د اړان پاکستان پروګرام افتتاح اوشوه ۔
د شهبازشريف وينا وه چې کله مونږ ته حکومت ميلاو شو، نو ملک ديواليه کيدو ته نيزدې شوې وو، د آئي ايم ايف سره مذاکراتو کښي هم مشکلات وو، ولې د ډيرو چيلنجونو او مشکلاتو باجود مونږ شپه ورځ محنت کړې، او معاشي استحکام راوستو کښې کامياب شوي يو ۔
وزيراعظم زياته کړه چي مونږ د معيشت لپاره خپل سياست قربان کړيدې ،مونږ خپل سياست د رياست لپاره قربان کړيدے، ټولو له اتحاد او يکجهتۍ سره مخکښې تلل پکار دي ۔