اسلام آباد: د ملک مختلف سياسي او مذهبي سياسي جماعتونو د کوئټې ريلوے سټيشن کښې د خودکش حملې په سختو ټکو کښې مذمت کړې دې۔
وزيراعظم شهباز شريف د کوئټه ريلوے سټيشن چاودنې سخت مذمت کړې او وئيلي دي چې ترهه ګر به کله هم خپل ارادو کښي کامياب نشي او دهشت ګردو خاتمه به کولي شي ۔
وزيراعظم پحق رسيدلي کسانو لواحقينو سره غم رازي هم کړي او د کوئټې انتظاميې نه ئې د چاودنې په اړه تفصيلي رپورټ هم غوښتې دې ۔
وفاقي وزير داخله محسن نقوي، د جے يو آئي امير مولانا فضل الرحمان، چيئرمين پيپلز پارټۍ بلاول بهټو،د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان، ګورنر خيبرپښتونخوا فيصل کريم کنډي، د پنجاب وزيراعلیٰ مریم نواز او د نورو سياسي او مذهبي جماعتونو مشرانو هم د کوئټې چاودنې مذمت کړېدې ۔
دوي وئيلي چې سيکورټي فورسز او د عام اولس قريانۍ به کله هم هيرې نۀ کړې شي، ملک نه به مکمله توګه د دهشت ګردو خاتمه کولي شي ۔