اسلام آباد: سپيکر سردار اياز صادق مشرۍ کښې د قامي اسمبلۍ اجلاس شوې چې پکښې وفاقي وزير رانا تنويز د پيکا ايکټ 2025 ترميمي ايکټ ايوان کښې وړاندې کړېدې ۔
قامي اسمبلۍ د دغه بل اکثرت رائے سره منظور ورکړيده، په دې موقع د اسمبلۍ ګيلرې کښې موجود خبريالانو احتجاج هم کړېدې ۔
پيکا ايکټ ترميمي بل خلاف صحافيانو احتجاج کړې او پريس ګيلري نه ئې واک آوټ کړېدې ،بلخوا د حکومت يو اتحادي ګوند لخوا د پيکا ايکټ ترميمي بل مخالفت نه دې شوې ، او اپوزيشن جماعتونو هم د ايوان نه واک آوټ کړې وو ۔
د صحافيانو جوائنټ ايکشن کميټۍ هم ترميمي بل مسترد کړې، او وئيلي دي چې پيکا ايکټ کښې ترميم د صحافي تنظيمونو مشاورت نه بغير شوې،جوائنټ ايکشن کميټې وائي چې د پيکا ايکټ ترميمي مسوده اوس پورې شيئر کړې شوي نه ده ۔
د بل مسودے مطابق ډيجيټل رائټس پروټيکشن اتهارټي به قائمولې تجويز شامل دې، دې اتهارټي ته به د آن لائن مواد لرې اختيار ترلاسه وي، چې پکښې ممنوعه او فحش مواد ته رسائي او لرې کولو اختيار هم حاصل وي ، ډي آر پي اے ته به د ممنوعه مود شيرئ کونکو خلاف د کاروائي اختيار هم حاصل وي ۔
مسودے ترمخه د دروغو خبر ورکونکو يو خورونکو ته درې کاله قيد سزا يا شل لکه روپې جرمانې هم لګولې شي ،دې لړ کښې به سوشل ميډيا پروټيکشن ټريبونل قائمولې شي ،وفاقي ځکومت به درې کالو لپاره د ټريبونل اراکين مقرر کوي، او دا به درې مياشتو د کيس فيصله کولو پابند وي ۔