سابق وزيراعظم او سابق خاتون اول خلاف يوسل نوي ميلين پاؤنډ ريفرنس سماعت د روانې مياشتې شلمې نيټې پورې ځنډولې شويدې، سماعت دوران د سابق پرنسپل سيکرټري اعظم خان بيان ريکارډ کړې شويدې، راتلونکي سماعت باندې به د پرويز خټک، زبيده جلال او اعظم خان په بيانونو جرح شروع کوؤلې شي.
اډياله جيل کښې احتساب عدالت جج محمد علي وړائچ د يوسل نوي ميلين پاؤنډ ريفرنس سماعت کړې، په دې موقع سابق وفاقي وزير زبيده جلال او سابق پرنسپل سيکرټري خپل بيانات ريکارډ کړيدي، عدالت اعظم خان، زبيده جلال او پرويزخټک راتلونکي سماعت باندې طلب کړيدي، په دې موقع سابق وزير اعظم او سابق خاتون اول بشرې بي بي عدالت کښې موجود وؤ، د هغوي لخوا بيرسټر علي ظفر عدالت ته پيش شويدې.
د نيب پراسيکيوټر جنرل سردار مظفر عباسي او وکيل امجد پرويز د خپل قانوني ټيم سره عدالت ته وړاندې شويدي د باني تحريک انصاف او سابق خاتون اول بشرې بي بي وکيلان به د ګواهانو په بيانونو جرح کوي عدالت د ګواهانو بيانونه ريکارډ کوؤلو وروستو ريفرنس باندې سماعت شلم جولائي پورې ځنډولې دې