شمالي وزيرستان کښې سيکورټي فورسز د ترهګرو خلاف خفيه آپريشن کړيدے، آئي ايس پي آر ترمخه اپريشن کښي ترهګرو مهم کمانډر ايوب الله منصور پشمول دوه ترهګر وژلي دې ،وژلي شوې ترهګرو نه په لوئي مقدار کښي وسله او ګوله بارود برآمد شوې.
آئي ايس پي آر ترمخه شمالي وزيرستان کښې سيکورټي فورسز په خفيه اطلاع آپريشن کړې چې پکي مهم کمانډر بشمول دوه ترهګر وژلي شوې،آئي ايس پي آر ترمخه ترهګرو نه وسله ،ګوله بارود او دهماکه خيز مواد برآمد شويدے،
وژل شوي ترهګر هدفي وژنو او د بې ګناه خلقو اغوا کولو بشمول ګڼ شمير وارداتونو کښي ملوث وو
آئي ايس پي آر ترمخه سيکورټي فورسز سيمه په خپله ولقه کښي اخستي او لټوني عمليات ئي شروع کړيدے.