ممبۍ: نامتو هندي سندرغاړي کمار سانو د پي ټي آئي باني لپاره سندره وئيلو په اړه د سوشل ميډيا خپور شوي خبرونه رد کړېدي ۔
کمار سانو په خپل يو پوسټ کښې وئيلي چې ما هیڅ کله د پاکستان د پخواني وزيراعظم لپاره سندره نه ده وئيلي ۔
کمار سانو اووئيل چې په سوشل ميډيا خپریدونکي آډیوکښې زما آواز نه دې بلکې دا آواز د مصنوعي انټيلي جنس يعنې اے آئي په ذريعه جوړ کړي شويدې ۔
هغه اووئيل چې ځینې خلق زما د بدنامولو هڅه کوي، نو زه غواړم خپلو مینه والو ته اووايم چې د سندرې په اړه خبرونه جعلي او دروغ دي ۔
کمار سانو د بهارتي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د اے آئي او ډیپ فیک ټیکنالوجۍ نه دا ناوړې فائدې اخستلو مخه اونیسي ۔
ياده دې وي چې په دې په سوشل ميډيا يوه ويډيو وائرل شوې وه چې پکې کمار سانو د باني پي ټي آئي د رهائۍ لپاره په يو کنسرټ کښې سندرې ويل ښودل شوي وو، دغه ويډيو د مصنوعي ذهانت يعنې اے آئي په مرسته جوړه شوې وه ۔