د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي چې مذکرات ضرور پکار دي خو بائد په کرپشن ډيل اونشي ،
اسلام اباد کښې خبري غونډې دوران عطا تارړ ووئيل چې د يو سل نوي ملين پاونډ د کرپشن مثال په تاريخ کښې نيشته ، پي ټې آئي دور حکومت کښې تر ټولو زيات کرپشن شوې دې ،
مذاکراتو په اړۀ عطا تارړ ووئيل چې مذاکرات په ښه ډول روان دي خو په کرپشن به ډيل نۀ ملاويږي ،باني پي ټي آئي چې خپل دور حکومت کښې څه کړې د هغې سزا به ورته ملاويږې ،
هغه دا هم ووئيل چې د ملک ډيفالټ خطره ختمه شوې ده ، ملک د ترقۍ په لور روان شوې دې ،او په حکومتي کاوشونو ګرانۍ شرح کښې کمي راغلې دې ،عطا تارړ وائي چې د ملک ترقي او معيشت بحالي د ټيم ورک نتيجه ده