اسلام آباد: شپږ ويشتم آئيني ترميم کيس د فُل کورټ په وړاندې فکس کولو لپاره د سپريم کورټ سينئر ججز جسټس منصور علي شاه او جسټس منيب اختر لخوا چيف جسټس يحيیٰ آفريدي ته خط ليکلې شوې دې ۔
چيف جسټس په نوم ليکلې شوې دغه خط کښې مطالبه شوې چې هم دې هفته کښې دې شپږويشتم آئيني ترميم کيس فل کورټ کښې سماعت لپاره اولګولې شي ۔
خط متن مطابق يوديريشم اکتوبر باندې چيف جسټس نه د کميټۍ اجلاس رابللو مطالبه کړې وه، اجلاس نه رابللو لوجې سيکشن ټو تحت مونږ ججانو خپل اجلاس رابللې وو او يوديريشم اکتوبر باندې اجلاس کښې شپږويشتم آئيني ترميم باندې فل کورټ بينچ کښې کيس لګولو فيصله کړې وه ۔
د خط مطابق د دغې فيصلې باوجود اوسه پورې کاز لسټ کښې د شپږويشتم آئيني ترميم کيس فل کورټ په وړاندې نۀ دې فکس کړې شوې ۔
خط کېښ وئيلي شوي چې کميټي فيصلے مطابق څلورم نومبر باندې به د سپريم وکرټ ټولو ججانو باندې مشتمل فل کورټ د کيس سماعت کوي ولې تردې دمه کاز لسټ جاري نکړي شو ۔
فيصلے نه رجسټرار آفس خبر کړې شوي، او د کميټي فيصله اوس هم برقرار ده،بائد اوس په دغه فيصؒه فوري عمل درآمد اوکړې شي ۔