يکيورټي ذرائعو وئيلي چې کرم کښې په پاک افغان پوله افغان طالبانو بغير د څه اشتعال جارحيت کړې ،په کومې چې پاک فوج جوابي کاروائي کړېده ۔
ذرائعو مطابق په دې موقع د دواړه ملکونو فورسز ترمينځ انښته شوې، او جوابي کاروائۍ کښې د افغانستان اته طالبا وژلي شوي او شپاړس نور ژوبل شويدي ۔
ذرائعو ترمخه وژلي شوي افغان طالبانو کښې دوه اهم طالب کمانډران هم شامل دي چې نومونه ئې خليل او جان محمد دي ۔
سيکيورټي ذرائعو مخکښې وئيلي چې د افغانستان پلوسين طرف نه پاکستان چيک پوسټونو باندې بلا اشتعال ډزي شوي وي چې پکښې د درنې وسلې استعمال هم شوي وو۔