سرکاري ذرائعو ترمخه لوئر کرمه ځينو سيمو کښې په نوؤلسمه جنورۍ شروع شوې سرچ او کليئرنس آپريشن کښې امنيتي ادارو کاميابي حاصل کړې ، او د مقامي مشرانو او خلقو په ملاتړ ئې درنه وسله برآمد کړيده ۔
د مقامي سرچينو مطابق د شرخوښو خلاف د توپ خانې سره د جنګي هيلي کاپټرو استعمال هم شوېدې ، د بګن داخلي او خارجي لاري بند کړې شوې وې ، امنيتي ادارو د خلقو نه غيرقانوني وسله جمع کړېده ۔
لوئر کرمه کښې انتظامئي اعلانونو کړي وو چې درنه غير قانوني وسله دې فورسز ته حواله کړے شي، دغه اعلانونو باندې زياتره خلقو خپله وسله سيکيورټي فورسز سره جمع کړې او زياتره غير قانوني وسله سرط اينډ سټرائيک آپريشن دوران راجمع خړې شويده ۔
کوهاټ ګرينډ جرګې معاهدې په خلاف ورزۍ حکومت د لوئر کرمي بګن، مندوري ، چارخيل پړاو او چپري علاقو کښې د شرخوښو خلاف د عملياتو اعلان شوې وو ۔
صوبائي حکومت وائي چې شرخوښي مقامي آبادۍ کښي شامل شوي ،هيچا ته به د امن و مان خرابولو او قانون په خپل لاس د اخستو اجازت نۀ ورکولې کيږې ۔
دي سره سره د آپريشن متاثرينو لپاره ټل او هنګو کښې عارضي کيمپونو هم جوړ شوي ، حکومت د متاثرينو لپاره امدادي سامان رسول هم شروع کړيدي ۔