د خيبر پښتونخوا مشيرخزانه مزمل اسلم د خيبر پښتونخوا حکومت خلاف د مريم نواز په بيان
ردعمل ورکړې دې ۔
مزمل اسلم وئيلي چې پنجاب کښې د زميدارو معاشي قتل کيږي او صوبائي حکومت ترې غنم هم نۀ دي اخستې، موجوده حالاتو مطابق پنجاب کښې اته پنځوس فيصده پيداوار شوې دې ۔
مزمل اسلم داهم وئيلي چې خېبر پښتونخوا حکومت د تاريخ تر ټولو اوچتي خزانې باندې ناست دے، په اول شپږ مياشتو کښې دصحت کارډ لپاره پنځلس اربه روپۍ جاري کړے شويدي ۔د کوم په ذريعه چې د څلور لکه خلقو علاج شوېدې ۔
مشيرخزانه زياته کړې چې خېبر پښټونخوا د پنجاب کرونده ګرو نه شل اربه روپو غنم اخستي،دوي دې ماسره پروګرام کښې کښيني بيابه مقابله اوکړو چې په کومه صوبه کې څومره کار شوېدې ۔
مزمل اسلم مخکښې وئيلي چې پنجاب کې کارخانې بندې شوي، د پنډۍ سرکاري سکولونه برائے فروخت باندې لګول شوي،پنجاب حکومت دې اووائي چې تر اوسه ئې څو سولري ورکړي او چاته ئې ټريکټري ورکړيدي ۔