آئي ايس پي آر لخوا جاري شوې بيان مطابق سيکيورټي فورسز د خېبر پښتونخوا په مختلفو علاقو کښې د ترهه ګرو خلاف په خفيه اطلاع آپريشن کړېدې، آپريشن دوران نورلس ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر وائي چې د پښور متنو علاقه کښې په خفيه اطلاع آپريشن شوېدې چې پکښې اته ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې دوئمه کاروائي ضلع مومند بائزئي علاقه کښې شوېده، کارروائي دوران اته ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه کرک ضلع کښې سيکيورټي فورسز او ترهه ګرو ترمينځ انښته کښې درې ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وائي چې ترهه ګرو سره مقابله کښې د پاک فوج درې بهادر ځوانان شهيدان شويدي، شهيد شوي ځوانانو کښې لانس نائيک حوالدار عباس علي، نائيک محمد نذير او نائيک محمد عثمان شامل دي ۔
آئي ايس پي آر زياتوي چې علاقه کښې د ترهه ګرو ممکنه موجودګۍ لکبله کليئرنس آپريشن روان دې، سيکيورټي فورسز ملک نه د ترهه ګرې لعنت خاتمے لپاره پرعزم دي ۔