کاټلنګ: د خېبر نيوز ډائريکټر ايډيټوريل پاليسي حسن خان موربي بي د اوږدې ناجوړتيا ورستو پحق رسيدلې ده، د مرحومې جنازه د کاټلنګ تحصيل په غونډو شموزو کښې ادا شوې ده۔
مرحومه شموزو کښې خپله آبائي قبرستان کښې خاورو ته سپارلې شوې ، جنازه کښې د خېبر نيټ ورک مشرانو، کارمندانو ،نمائندګانو،صحافيانو او د ژوند هرې شعبې سره تعلق لرونکي کسانو پشمول ګنړ شمير کښې خلقو ګډون کړېدې ۔
د مرحومې په قبر د خېبر نيټ ورک چيف ايګزيکټيو آفيسر کامران حامد راجه لخوا ګلدسته هم ايښودې شوې ده ۔
د خيبر نيټ ورک اسلام آباد، پيښور او د ملک نورو څانګو مشرانو ،کارمندانو د حسن خان د مور بي بي په وفات د سخت خفګان څرګندونه کړې او وئيلي دي چې په دې موقع د خيبر نيټ ورک ټول مشران او کارمندان حسن خان په غم کښې برابر شريک دي ۔
د اطلاعاتو وفاقي وزيرعطاتارړ،ګورنرخېبرپښتونخوا فيصل کريم کنډي،اطلاعاتو سيکريټري عنبرين جان اوپرنسپل انفارميشن آفيسر مبشر د حسن خان د مور بي بي په انتقال تعزيت کړې ۔
دوي د حسن خان او خپلوانو سره د همدردۍ اظهار کړې، او وئيلي دي چې د مور مرګ ډيره لويه سانحه ده، الله تعالیٰ دې مرحومې درجات بلند او خپلوانو ته صبر جميل ورکړې ۔