دخېبر پښتونخوا پوليس ترجمان مطابق ډي آئي خان درابن روډ باندې د تره ګرۍ مخنيوي ادارې يعنې سي ټي ډي او نورو امنيتي ادارو شريکه کاروائي کړېده ۔
پوليس وئيلي چې کاروائۍ دوران دوران درې ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
پوليس وئيلي چې ترهه ګرو سګوپل باندې خپل چيک پوسټ قائم کړےوو او په دغه چيک پوسټ به ئې ګاډي لوټ کول ۔
ترجمان زياته کړې چې په اطلاع ميلاويدو سي ټي ډي او نورې امنيتي اداري حرکت کښې راغلې ۔
د ترهه ګرو او امنيتي ادارو ترمينځ مقابله کښې درې واړه ترهه ګر وژلې شويدي ۔
بلخوا آئي جي خېبر پښتونخوا اختر حيات ګنډاپور د سي ټي ډي او امنيتي ادارو د کاروائۍ ستائنه کړيده ۔
آئي جي خېبر پښتونخوا وئيلي چې د ترهه ګرۍ ناسور به په هرقيمت ختموي او رياستي رټ به قائمولې شي ۔