اسلام آباد کښې د مکه دفاعي معاهدې لاندې د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه د سټريټيجک پوليټيکل اينډ ډيفنس کميټۍ اجلاس جاري دې، کميټۍ کښې د درې واړو ملکونو دوه ، دوه نمائندګان برخه اخلي، د دغه کميټۍ دوه غونډې سعودي عرب او ترکيه کښې شوي، امکان دې چې دې اجلاس کښې د درې واړو ملکونو ترمينځ اهم ترين معاهده لاس ليک شي، غونډه کښې د سیمې امنیتي صورتحال، دفاعي تګ لارې او دفاعي همکارۍ پر پراختیا خبرې کيږي ۔
اسلام آباد کښې د مکه مشترکه دفاعي لوظنامې د سټريټيجک، سياسي او دفاعي کمېټۍ غونډه روانه ده ، چې پکښې د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه اعلي سياسي او پوځي وفدونو ګډون کوي ۔
د پاکستان له اړخه د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف او پوځي چارواکو په غونډه کښې ګډون کوي، ذرائع وائي چې د دې کمېټۍ د درې واړو ملکونو دوه دوه نمائندګان دي، او تر دې وړاندې د کمېټۍ دوه غونډې په سعودي عرب او ترکيه کښې هم شوې دي ۔
د اسلام آباد په غونډه کښې د درې واړو ملکونو ترمينځه د دفاعي مرستې په پراختيا، د سيمې په امنيتي صورتحال،مشترکه دفاعي تګلارې او د باهمي مرستې په مختلفو اړخونو خبرې اترې شوې دي ۔
د مکه مشترکه دفاعي لوظنامې په تناظر کښې دا مذاکرات د درې واړو ملکونو ترمينځه د دفاعي همکارۍ او شراکت دارۍ مضبوطولو لپاره مهم بللې کېږي، په غونډه کښې د سيمه ايز امن او استحکام په اړه هم د مشترکه همکارۍ په اړه خبرې شوې دي ۔

