مالم جبه سوات کښې غیر ملکی سفارتکارانو باندې دحملې پلټنو لپاره جوړه شوې کمیټۍ خپل تحقیقات مکمل کړي دي ۔
تحقيقاتي کميټۍ پلټنې مکمل کولو نه پس خپل رپورټ وزیر اعلیٰ علي امين ګنډاپور ته لیږلې دې
تحقیقاتي کمیټۍ د عهدو څخه لرې کړې شوي آر پي او ملاکنډ محمد علی ګنډاپور او ډي پي او سوات زاهد الله پشمول متعلقه نورو افسرانو بیانات قلمبند کړيدي ۔
ذرائعو وئيلي چې کميټۍ د حملې په اړه مختلف اړخونو تحقیقات کړي او اهم شواهد ئې ترلاسه کړيدي ۔