برسبن ګراؤنډ کښې لوبيدلې اولني ټي ټوينټي ميچ پاکستان ټاس ګټلې وو او کوربه ټيم ته ئې اول د بيټنګ بلنه ورکړې وه ،
باران لوجې ايسار شوې ميچ اووه، اووه اورونو پورې محدود کولو فيصله شوې وه، آسټريليا مقرره اووه اورونو کښې څلور وکټو په زيان درې نوي رنز جوړ کړې وو چې پکښې ميکسويل ټولو نه زيات دري څلويښت رنز جوړولو کښې کامياب شوې وو ۔
پاکستان طرف نه عباس آفريدي دوه ، نسيم شاه او حارث رؤف يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې قامي ټيم اووه اوورز کښې نهه وکټو په زيان څلور شپيته رنز جوړ کړي او ميچ ئې بيللې دې ۔
پاکستان طرف نه صاحبزاده فرحان اته، محمد رضوان صفر، بابراعظم درې، عثمان خان څلور رنز جوړ کړې، او محمد عباس ټولو نه زيات شل رنز جوړولو سره ناټ آؤټ پاتې شوې وو ۔
شاندار دري څلويښت جوړولو باندې ميکسويل د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
اولنې ټي ټوينټي ميچ ګټلو سره کوربه ټيم ته د درې ميچونو سيريز کښې يو صفر سره برتري ترلاسه شويده ۔
دواړو ټيمونو ترمينځ دوئم ټي ټوينټي ميچ بهي په شپاړسم او آخري مچي به په اتلسم نومبر لوبيږي۔