اسلام آباد: تحريک انصاف لخوا حکومت سره مذاکرات پرښودو باندې د مذاکراتي کميټۍ ترجمان ردعمل راغلې، وائي چې پي ټي آئي دې مذاکرات نه پريږدي ۔
ميډيا سره خبرو کښې عرفان صديقي اووئيل چې مذاکراتو عمل د پي ټي آئي په خواهش شروع کړې شوې وو، مذاکرات نه د پي ټي آئي انکار کول افسوسناک دې ۔
عرفان صديق اووئيل چې اپوزيشن تحريک مطالبات ورکولو کښې دوه څلويښت ورځې لګولې وې او مونږ نه اوو وروځو کښې کميشن جوړ ولو غوښتنه کوي ۔
هغه اووئيل چې تحريک انصاف ته د مذاکراتو جاري ساتلو اپيل کوؤ،سياست کښې خبرو اترو د لارې مسائلې حل کيږي،تحريک انصاف دې په خپله فيصله نظر ثاني اوکړي، د باني پي ټي آئي ټوئټس باوجود مونږ مذاکرات جاري ساتلي دي ۔
د مذاکراتي کميټۍ ترجمان مخکښې اووئيل چې د اوو ورځو ډيډ لائن په اته ويشتمه جنورې پوره کيږي،دغه ډيډ لائن نه وړاندې به کار مکمل کړې شي، مونږ اتويشتم جنورې تاريخ اسپيکر ته ورکړېدې ۔
سينيټر عرفان صديقي زياته کړې که چرې پي ټي آئي فيصله کړېده، نو ليکلي دي راکړي چې مذاکرات ختموؤ، مذاکراتو ختمولو نه وړاندې پي ټي آئي ته د حکومتي مذاکراتي کميټې جواب ته انتظار کول پکار وو ۔