د جسټس امين الدين مشرۍ کښې د سپريم کورټ اووه کسيزه آئيني بنچ فوجي عدالتونو کښې د سويلين ټرائل متعلق کيس سماعت کړېدې ۔
د وزارت دفاع وکيل خواجه حارث عدالت ته دلائل ورکولو په وخت وئيلي دي چې تير وختونو کښې سپريم کورټ په ملټري کورټس کښې د سيويلين کورټ مارشل صحيح ګرځولې وو ۔
جسټس جمال مندوخيل وئيلي دي چې آئين د اختياراتو د تقسيم وضاحت کړېدے،دفاع وزارت ايګزيکټو اداره ده او ايګزيکټيو د عدليې کردار نشي ادا کولې ۔
جسټس محمد علي مظهر اووئيل چې يو عام کس آرمي ايکټ کښې درج جرم اوکړې نو ټرائل خو به ئې کيږې، صرف چوکۍ نه بهر اودريدو باندې خو هيڅ نشي کيدې، د آري ايکټ نفاذ به به په کومو جرمونو کيږي ، د دې جواب آرمي ايکټ کښې موجود دې ۔
عدالت د مقدمې نور سماعت سبا پورې ځنډولې شويدې ، د دفاع وزارت وکيل خواجه حارث به سبا هم خپل دلائل جاري ساتي ۔