د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور کې څښکال د پولیس په تهاڼو د ترهه ګرو د حملو په حوالي رپورټ مخې ته راغلې دې،رپورټ ترمخه دې کال مختلفو تهاڼو باندې حملې شويدي ۔
رپورټ مطابق په روان کال کښې په پېښور کښې د پولیسو پر تهاڼو د لاسي بمونو نهه بریدونه شوي او د ډزو څو پېښې هم رامخې ته شويدي ۔
رپورټ کېښ وئيلي شويچ ې چې د متهرا پر پولیس سټيشن درې ، د ریګي ماډل ټاون پر پولیس تهاڼې دوه او د ناصر باغ په تهاڼې هم دوه د لاسي بمونو بریدونه شويدي ۔
دغه شان په مچني ګیټ او بڈھ بیر پوليس سټيشنو هم يو ،يو د لاسي بمونو برید شويدې ۔
رپورټ مطابق دې کال کښې د پيښور په مختلفو تهاڼرو د ډزو اته ويشت پېښې شوي، چې پکښې د ډزو اووه پيښې ناصرباغ په پولیس سټیشن باندې شوېدي ۔
د ريګي ماډل ټاون، ارمر او بڈھ بير پوليس سټيشنونو کښې د ډزو 3 پېښې رامخې ته شوي، د پوليس سټيشنونو په شاوخوا کښې 4 د مائن چاودنې هم شوېدي ۔
رپورټ ترمخه د سي ټي ډي پوليس سټيشن کښې په پوليس سټيشنونو د حملو دوه ديرش ايف آئي آر درج شويدي ۔
تازه ترین خبرونه
پيښور کښې څښکال ترهه ګرو په پوليس تهاڼو څومره حملې کړي؟ رپورټ مخې ته راغلې
څرگندونې نشته1 Mins Read