پیښور هائيکورټ په کرمه کښې د بدامني، سړکونو بنديز او خوراکی څیزونو کمي پيدا کيدو په ضد جمع شوي درخواست سماعت، عدالت د وفاقي او صوبائي حکومت نه تحریری جواب غوښتې او نوټس ئې ورته جاري کړے
د جسټس صاحبزاده اسدالله په مشرۍ کښې دوه کسيزه بنچ د رټ پټیشن سماعت کړی، عدالت ته درخواست ګزار وکیل وئیلې چې په ضلع کرم کښې د امن وامان صورتحال مخدوش شوے او بلخوا بدامنی هم سیوا شوے ، دا ئې هم وئيلي چې د سړکونه بنديدو لامله خوراکي څیزونو او دوائیانو قحط پیدا شوے
په دی د پیښور هائيکورټ د داخلې وزارت وفاقی حکومت او د خیبرپښتونخوا حکومت نه تحریری جواب غوښتې او نوټس ئې ورته جاري کړے۔