وزيراعظم شهباز شريف سره اسلام آباد کښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ملاقات کړې ،ذرائع وائي چې د وزيراعظم او فيصل کريم کنډي دې ملاقات کښې دخېبر پښتونخوا سيکورټي صورتحال جائزه اخستې شوې او په دې حواله په اهم فيصلو غور شويدې ۔
ذرائع وائي چې فيصل کريم کنډي په ډاګه کړې چې صوبه کښې امن اوامان يقيني جورولو لپاره هر ممکن اقدامات اخيستې شوي او راتلونکي ورځو کښې اهم فيصلي کيدې شي ۔
ذرائع وائي چې د خېبر پښتونخوا سيکورټي صورتحال په نظر کښي ساتلو سره په مختلف لارو چارو هم غور شويدې ۔
دي نه وړاندې صدر مملکت آصف علي زرداري د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره رابطه کړې وه ، ګورنر ته ئي اسلام آباد کښې د پاتي کيدو هدايات کړيدې ۔