وفاقي حکومت ګل ورځې پورې د پټروليم مصنوعاتو نرخ برقرار ساتلو اعلان کړې، دې لړ کښې وزارت توانائي لخوا نوټي فکيشن هم جاري کړې شويدې ۔
اسلام آباد: پټروليم ډويژن له لوري جاري نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې راتلونکي دوه ورځې يعنې خالي او اتوار په ورځ به د پټروليم مصنعواتو نرخ کښې هيڅ ردو بدل نۀ کيږي ۔
نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې په پنځه ويشتمه جولائۍ د پټروليم مصنوعات کو نرخ مقرره شوې وو هغه به د ګل ورځې پورې برقرار وي ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې دډيزل قيمت به في لټر درې سوه، درې اتيا روپۍ او شپږ څلويښت پيسې ګل ورځې پورې برقرار وي ۔
دغه شان د پټرول قيمت به هم د لټر په سر درې سوه، پنځۀ ديرش روپۍ او اتلس پيسې د ګل ورځې پورې برقرار وي، او د ګل په ورځ به د نوې قيمتونو فيصله کولې شي ۔

