قامي اسمبلۍ په خېبرپښتونخواکښې د ايمرجنسي د نفاذ منظوري ورکړې او دې لړ کښې ئې قرارداد کثرتِ رائے سره منظورکړېدې،د پارليماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چودهري دغه قرارداد وړاندې کړې،قرارداد باندې د حکومت او اپوزيشن ترمينځ څلور ګهنټو پورې بحث شوې، اواپوزيشن غړو احتجاج هم ريکارډ کړې، د ايوان نوره کاروائي جمعې ورځې سحر يوولس بجوپورې ځنډولې شويده ۔
اسلام آباد: سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ کښې د قامي اسمبلۍ غونډه شوې،په غونډه کښې وفاقي وزير برائے پارليماني امور طارق فضل چودهري وقفه سوالات د ځنډولو قرارداد پيش کړو،کوم چيې سپيکر منظور کړو ۔
د دې وروستو وفاقي وزير طارق فضل چودهري په خېبر پښتونخوا کښې د ايمرجنسي نفاذ په اړه صدارتي فرمان په حواله قرارداد بحث لپاره پيش کړې وو ۔
قامي اسمبلۍ په خېبر پښتونخوا کښې د ايمرجنسي نفاذ منظوري ورکړي او دې لړ کښې ئې د وفاقي وزير طارق فضل چودهري قرارداد هم اکثريت سره منظور کړېدې ۔
قرارداد باندې د حکومت او اپوزيشن اراکينو ترمينځ څلور ګهنټو پورې بحث شوې، او اپوزيشن د قايمرجنسي خلاف چغې نعرې هم وهلي دي ۔
بحث نه پس سپيکر اياز صادق د قامي اسمبلۍ غونډه د جمعې ورځې سحر يوولس بجو پورې ملتوي کړې ده ۔

